TGTGInsightаналитика telegramLIVE / telegram public index
← Посольство России в Афганистане / سفارت روسیه در افغانستان
Посольство России в Афганистане / سفارت روسیه در افغانستان avatar

TGINSIGHT POST

Post #1868

@rusembkabul

Посольство России в Афганистане / سفارت روسیه در افغانستان

Просмотры293Количество просмотров
Опубликован26 июн.26.06.2024, 06:52
Содержимое поста

Содержимое

د سپتمبر میاشتی له ۱۲می څخه تر ۱۴می نیټی پوری د سینټ پیټرزبرګ د متحدو کلتورو ۱۰م نړیوال فورم به وشی د روسیی د حکومت په خانه کی د صدراعظم د مرستیالی تاتیانا ګولیکووا په مشرۍ د سینټ پیټرزبرګ د متحدو کلتورو د ۱۰م نړیوال فورم د چمتو کولو او علمي کولو د انسجام د کمیټې جلسه وشوه. د « د ۲۱می پیړۍ کلتور: حاکميت یا نړیوالتوب؟ » د موضوع په تړاو فورم به په سینټ پیټرزبرګ کی د ۲۰۲۴م کال د سپتمبر میاشتی له ۱۲می څخه تر ۱۴می نیټی پوری وشی. د فورم په درېیمه ورځ به د ژمي د ماڼۍ په جورجیفسکي تالار کی د ارمیتاژ د هغی خایزی د ورکولو شاندار مراسم وشی چی د دولتی ارمیتاژ سره یو ځای د فورم د انسجام د کمیټې له خوا تاسیس شوه. له ۲۰۲۳م کال څخه هر کال د نړیوال کلتوري ديالوګ د ټینګولو له پاره او د کلتور او هنر په ساحه کی د لاسته راوړنو له پاره د کلتور دوو نامتو فعالانو - یو روسي تبعه او یو خارجي تبعه - ته دغه جايزه ورکول کېږي. په دودیزه توګه د فورم د سوداګريزی برنامې اساسی ډګرونه به د دولتی ارمیتاژ عمومي قرارګاه، د سینټ پیټرزبرګ د اکاډمۍ دولتي چپل او د ژمی د ماڼۍ ودانۍ وی. د کلتوری برنامې مراسمونه به په میخیلوفسکي تیاتر، مارینسکي تیاتر، میخیلوفسکي باغ، مرمری ماڼۍ، ایتونوګرافیک موزیم او د « پیټیرګوف » موزیم - محافظه سیمه کی وشی. تمه کيږي چی شاوخوا ۱۷۰۰ ګډونوالان د فورم په کار کی برخه واخلي.