Содержимое
د لیف نیکلاوویچ تولستوی د دوه سوه کلنې په ویاړ. په (۲۰۲۸ ) میلادي کال د روسي لیکوال ،فیلسوف ،ټولنیزفعال،بشرپال او په نړیواله کچه د ادبیاتو پیژندل شوي څیرې لیف نیکلاویچ تولستوی د دوه سوه کلنې زوکړې ورځ سره برابره ده . لیف نیکلای ویچ تولستوی په یوې اشرافي کورنۍ کې نړۍ ته سترګې غړولي دي. پوهنتون یې لوستی دی، په پوهنتون کې د زده کړو بشپړتیا څخه ځکه لاس په سر شو ،چې دهغه مهال د پوهنې او روزنې جوړښت یې د نوښت او د ځواک د ودې خنډ وګڼلو. په ځوانې کې د سرتیري دندې تر سره کړه او د کریمیا په جګړه کې یې برخه واخیستله. لیف نیکلاویچ تولستوی د رومان ،داستان ،لنډ داستان ،یاداشتونو بڼې غښتلی لیکوال ګڼل کیږي . د جګړه او سوله په ( ۱۸۶۳-۱۸۶۹ ) کال کې ، د آنا کرینینا په (۱۸۷۳-۱۸۷۷) کال کې ، قیامت په ( ۱۸۸۹- ۱۸۹۹) کال کې ،حاجي مراد په (۱۸۹۶- ۱۹۰۴) کال کې لیف نیکلای ویچ تولستوی په نویواله کچه پیژندل شوې لیکنې دي. لیف نیکلا ویچ تولستوی کلک ټولنیز فعال او په روسیې کې د سمون وړاندیز کوونکی ،د بزګرو د خپلواک کیدو او د هغوي پر وړاندې د هرډول تاوتریخوالی مخنیوي ،پلوي ګڼل کیږي.د هغه لید لوری تر ډیره بریده پر راتلونکی نسل او متفکرینو لکه مهاتما ګاندي، لیف تروتسکي باندې اغیزمن وختل. د خپلو لیکنو او بشرپالنې لید لوریي له کبله لیف نیکلاویچ تولستوی په څو ځله د ادب او سولې نړیوالې نوبل جایزې ګټلو له پاره نوماندی شوی دی. د لیف نیکلای ویچ په اړه بشپر معلومات په لاندې انترنیټی سایټ لوستلی او کتلی شئ. https:/www.culture.ru/persons/8211/Lev- tolstoi انځور : الیا ریپین ،د لیکوال انځور لیف نیکلاویچ تولستوی ۱۸۸۷- د تریتیکوفسکی ګالری.مسکو.