Содержимое
د الکساندر ګاریویچ شنیتکې د ۹۰ کلنې په ویاړ په ۲۰۲۴ میلادي کال کې د الکساندر ګاریویچ شنیتکې له (۱۹۳۴- ۱۹۹۸) د نوي (۹۰ ) کلنې سره سمون خوري. الکساندر ګاریویچ شنیتکې د شوروي اتحاد او د روسیې د موسیقې په برخه کې د شلمې پیړۍ وتلی او پیژندل شوی نوم ګڼل کیږي. الکساندر ګاریویچ شنیتکې د شوروی اتحاد د روسي- جرمني ژبو ژباړونکي په یوې ژورنالیستیکې روسی- جرمني کورنۍ نړۍ ته سترکې غړولي دي. الکساندر ګریګورویچ شنیتکې او د هغه میرمن ماري فوګیل د جرمني ژبې ښوونکي پاتې شوي دي. نو موړي خپلې زده کړې د مسکو ښار د موسیقې د ښوونې او روزنې په ښوونځي کې بشپړه او د کمپوزیتور نوم یې ګټلی دی. هغه د سیریالیزم، روسي ولسي او کلاسیکې موسیقي ځانګړي سبک له وجې د مخکښانو ډلې یو غړی ګڼل کیده. الکساندر ګاریویچ شنیتکې د ګڼ شمیر سیمفوني ،مجلسي تصنیفونو،اوپرآ،بالونو آثارو چې له ننداره ایز اړخه له پیچومو ډ ک ګڼل کیږي مؤلف دی. د هغه د ګڼ شمیرله آثارو څخه په ځانګړي توګه د (لبیرانتی) بالت په (۱۹۷۱) کال کې ، د ( دژیزاولدو) اوپرآ په ( ۱۹۹۳) کال کې د اګونیه ( اور ) سینمایی فلم ته موسیقي جوړول په (۱۹۷۴ ) کال کې ،ایکیپژ (عمله ) په (۱۹۷۹) کال کې او ماستر او مارګریتا په (۱۹۹۴) نندارې ته وړاندې شوي،ګڼلی شو. په بشپړه توګه پیژندګلوې له پاره يې لاندې انترنیتي سایټ ته سر ورڅرګند کړئ. htts://www.kino-teater.ru/kino/composer/ros/20910/bio/