Содержимое
د روسیې د تیاتر اتحادیې د یو سلو پنځوس کلن چارو په پلمه په روسیې کې د تیاتر اتحادیې د چارو پیل بنسټ په کال ۱۸۷۶ کال کې په حرفوي توګه د تیاتر چارواکو، د دوي علایقو او د آسانتیاوو رامنځټه کولو په موخه ،کښیښودل شو. د دې تیاتر بنسټ ایښودونکو له ډلې لیکوالان او ډرامهلیکونکو لکه : ایوان تورګینیف،آ.ن.پلیشیفد.و.ګریګوراویچ،آ.آ.پاتیخین او آ.آ.کرایف د یادولی شو. د شوروي په مهال دې اتحادیې په فعاله توګه د ګوند تګلارې ملاتړ، سوسیالیستي ریالیزم د هنر ودې ګڼل او د سوسیالیستي شوروي اتحاد د ړنګېدو وروسته د تیاتري فیستوالونو نندارې او د سیالېو ډګرونو وړاندې کول د هنر هڅوونکي برخې په توګه ګڼله. د تیاتر اتحادیې چارې او هلې ځلې د روسیې له پاره اهم د ټولنیز انستیتوت په توګه پیژندل کیږي،د تیاتر کارکوونکو د حقوقو خوندې ساتل ، په روسیې کې د تیاترهنراو کلتورپرمختګ ،د فیستوالانو، د علمي – عملي سیالیو د تیاتر له اهمو چارو څخه ګڼل کیږي. د روسیې تیاتر د نورو هېوادونو د تیاتري اتحادیو سره د اړیکو ټینګولو کې اهمه ونډه لوبوي. په بشپړه توګه پیژندګلوې له پاره يې لاندې انترنیتي سایټ ته سر ورڅرګند کړئ: https://stdrf.ru