Содержимое
د آرتیک تر نامه لاندی د ماشومانو نړیوال مرکز د سل کلن بنسټ ایښودلو په مناسبت د جون۱۶ نیټه د آرتیک تر نامه لاندی د ماشومانو د نړیوال مرکز له سل کلن بنسټ ایښودلو سره سمون خوري. دا مرکز په ۱۹۲۵م کال کې د تور سمندر پرغاړه د هغو ماشومانو له پاره چې د توبرکلوز له ناروغۍزیانمن شوي د سناتوریم په توګه پرانیستل شو او له هغه مهال راهیسې په روسیه کې د استرحت له نامتو ځایونو څخه ګڼل کیږي د ستری وطنې جګړې په مهال د ارتیک مرکز التای ته ولیږدول شو او ماشومان یې د درملنې په موخه منل. تر بریآ وروسته نوموړی مرکز د کریمیاټاپووزمی ته ستون شو او د ماشومتوب ملګرتیا او نړیوال بحث سمبول وشو له روسیې سره د کریمیا ټاپووزمی تر یو ځای کیدو وروسته د مرکز دویم ژوند پیل شوی دۍ. د ارتیک مرکز پراختیا ۲۱۸ هکتارو ته پراخه شوی او په کې ګڼ شمېر د زده کړې او سپورت ودانۍ، د کنسرتونو تالارونه، علمي لابراتورونه جوړ شوي دي. له ۲۰۱۴م کال راهسیې د نړۍ له څه باندی ۸۰ هېوادونو څخهشاوخوا ۳۶۰ زرو ماشومانو له نوموړي مرکز څخه لیدنه کړې ده. د ارتیک مرکز د پرانیستو له مهال څخه تر دې مهاله پوری له ۱،۸ ملیونو څخه ډیرو ماشومانو له دی مرکز څخه لیدنه کړی ده