TGTGInsightаналитика telegramLIVE / telegram public index
← Посольство России в Афганистане / سفارت روسیه در افغانستان
Посольство России в Афганистане / سفارت روسیه در افغانستان avatar

TGINSIGHT POST

Post #2981

@rusembkabul

Посольство России в Афганистане / سفارت روسیه در افغانستان

Просмотры675Количество просмотров
Опубликован8 сент.08.09.2025, 07:35
Содержимое поста

Содержимое

افغانستان ته د روسیې د بشر پالنې مرستې دویمه پارټه توکي ولېږدول شول د روسیې فدراسیون د ولسمشـر د حکم پر بنسټ او د روسیې فدراسیون د حکومت په لارښوونه د سپټمبر میاشتې په اتمه نېټه سهار د روسیې د بیړنیو حالاتو چارو وزارت الوتکه له بشر پالنې دویمې پارټې شل ټنه مرسته بار سره په پلازمېنه کابل کې کیناسته. په دې استول شوي بار کې د افغان لوري د غوښتنې سره سم، چې خیمې او بړستنې شاملې دي، کابل ته ولېږدول شوې تر څو د وروستۍ ویجاړونکې زلزلې، چې د سپټمبر میاشتې په لومړۍ نېټه د هېواد په ختیځ کې رامنځته شوه او له امله یې د سیمې اوسېدونکو ته بې ساري ځاني او مالي زیانونه واړول، مرسته وشي. درې ورځې وړاندې د افغانستان حکومت ته په پلازمېنه کابل کې د روسیې د بیړنیو حالاتو چارو وزارت له لوري د بشر پالنې لومړۍ مرسته، چې په هغې کې د خوړو توکي شامل وو، سپارل شوې وه.