TGTGInsightаналитика telegramLIVE / telegram public index
← Посольство России в Афганистане / سفارت روسیه در افغانستان
Посольство России в Афганистане / سفارت روسیه در افغانستان avatar

TGINSIGHT POST

Post #3182

@rusembkabul

Посольство России в Афганистане / سفارت روسیه در افغانستان

Просмотры219Количество просмотров
Опубликован14 нояб.14.11.2025, 13:37
Содержимое поста

Содержимое

د ولادیمیر ایوانویچ دال د زېږون ۲۲۵مې کلیزې په مناسبت د ۱۸۰۱ ز کال د نوامبر په ۲۲ مه، د لوهانسک کارخانې کلي (اوسنی لوهانسک) کې ولادیمیر ایوانویچ دال زېږېدلی – چې هغه یو روسي لیکوال، قوم پوه، ژبپوه او پوځي ډاکټر و. د دانمارکي پلار او آلماني مور زوی، هغه روسیه خپل یوازینی وطن بلله، او روسي ژبه یې د ژوند لوی کار ګڼله. ولادیمیر دال د سمندریز افسر په توګه خدمت کړی و، یو بریالی جراح هم و، په روسي-ترکي جګړه کې یې برخه واخیسته، او وروسته یې په دولتي خدمت کې دنده ترسره کړه. هغه د خپل ټول ژوند په اوږدو کې، په هېواد کې د سفر کولو پر مهال، د خلکو د عاميانه ژبې کلمې، متلونه او افسانې راټولولې. د هغه میراث یوازې د «د ژوندي روسي ژبې تشریحي قاموس» (۲۰۰،۰۰۰ کلمې او ۳۰،۰۰۰ متلونه) نه دی، بلکې د «ریابه چرګه» په نامه کيسه هم ده چې هغه يې لیکلې ، او د هغه له الکساندر پوشکین سره ملګرتیا هم ده، چې هغه تر مړینې پورې د هغه په څنګ کې و. د دال قاموس د روسي ژبې او د ولسي کلټر د يوه بې ساري یادګار په توګه پاتي دی، چې تر ننه پورې د ژبپوهانو، لیکوالانو او د مورنۍ ژبې د ټولو درناوونکو دپاره الهام دی. د نورو معلوماتو لپاره لاندې لینکونو ته مراجعه وکړئ: https://unesco.ru/news/50-vladimir-dal/ https://tass.ru/obschestvo/4742763 https://gramota.ru/journal/stati/nasledie/k-200-letiyu-so-dnya-rozhdeniya-dalya