TGTGInsightаналитика telegramLIVE / telegram public index
← Посольство России в Афганистане / سفارت روسیه در افغانستان
Посольство России в Афганистане / سفارت روسیه در افغانستان avatar

TGINSIGHT POST

Post #3232

@rusembkabul

Посольство России в Афганистане / سفارت روسیه در افغانستان

Просмотры774Количество просмотров
Опубликован16 дек.16.12.2025, 09:15
Содержимое поста

Содержимое

د ګېورګي سویریدوف د ۱۱۰ د زوکړې ورځې د کاليزې په مناسبت د ۲۰۲۵ کال د دسامبر ۱۶ مه - د شلمې پېړۍ د یوه له نامتو روسي موسیقیۍجوړوونکو څخه د ګیورګي واسیلېویچ سویریدوف د زوکړې ۱۱۰ مه کالیزه ده. هغه د ۱۹۱۵ کال د دسامبر پر ۱۶ مه د فاتېژ په ښار کې (نننی کورسک ولایت) زېږېدلی دئ. سویریدوف د لېنینګراد ښار د موسیقيۍجوړونې مکتب لوستلی او د موسیقۍ په یوه لوړ ښوونځي کې زده‌کړې کړې وې خو په دې ټولو سره خپل مکمل ځانګړې موسیقي ژبه یې جوړه کړه چې روسي لحن، شاعرۍ، کلام، د سندرغاړو ډلې او د پراخ ووکال او سمفوني شکل ته خاصه پاملرنه کېدله. د ده میراث په شاعرۍ پورې په کلکه تړلی دئ - د پوشکین، اېسېنین، بلوک، پاستېرناک شاعرۍ پورې. د سویریدوف په اثارو کې موسیقۍ نه د کلام بدرګه کوي بلکې کلام په شکل اشکالو په موسیقۍ سره کشفېږي. دی د خپل اساسي اثر د عبرتورکوونکي نطاقۍ په ستاینه دلېنین جائزې برخمن شو او د ده کارونه او لاسته‌راوړنې په سترو دولتي جایزو وستایل شول. د ډېرو اورېدونکو دپاره سویریدوف د زمان، وړاندې مارش! په نامه د سویت (موسیقي اثر)له برکته همدغه نامتو موسیقی جوړوونکی شو. دغه اثر لومړی د یوه فلم دپاره جوړ شوی و بیا د «ورېمیا» د برنامې په پیل کې اورېدل کېده او د خپل عصر په سمبول بدل شو. کولای شئ اضافي معلومات په لاندې لینکونو سره پیدا کړئ: https://music-museum.ru/about/news/105-let-so-dnya-rozhdeniya-georgiya-sviridova.html https://tass.ru/encyclopedia/person/sviridov-georgiy-vasilevich