TGTGInsighttelegram intelligenceLIVE / telegram public index
← Посольство России в Афганистане / سفارت روسیه در افغانستان
Посольство России в Афганистане / سفارت روسیه در افغانستان avatar

TGINSIGHT POST

Post #2463

@rusembkabul

Посольство России в Афганистане / سفارت روسیه در افغانستان

Views393Post view count
PostedApr 1204/12/2025, 11:01 AM
Post content

Post content

د روسیې د فضانوردۍ د ورځې لپاره د ۱۹۶۱م کال د اپريل مياشتې په ۱۲مه نیټه کی د مسکو وخت په ۹ بجو او ۷ دقیقو کی د بایکونور (Baikonur) د کیهانی میدان څخه د «ختیځ» (Vostok) وړونکی توغندي وتوغول شو چی په تاریخ کې په لومړی سر کی یې د ځمکې مدار ته د انسان سره فضايي بېړۍ ورسوله. دغه انسان فضانورد یوري الکسیویچ ګاګارین ټولی نړۍ غوښتل چی لومړی فضانورد وویني. د اپريل مياشتې په پای کی یوري ګاګارين سفر ته روان شو چی د بهرنيو رسنيو له خوا «د سولې ماموريت» (Peace Mission) ونومول شو. د درو کالو په ترڅ کی ګاګارين له شاوخوا ۳۰ هیوادونو څخه وليدل افغانستان ددوی څخه هیواد و څی پکی فضانورد د ۱۹۶۱م کال د ديسمبر مياشتی له ۱۲می نیټی څخه تر ۱۴می نیټی پوری و. د یو.ا.ګاګارین تود هرکلی وشو. صدراعظم محمد داود او پاچا محمد ظاهر شاه دده سره کتنه درلوده ستاسو پام ته د دی پیښې د ارشیف عکسونه وړاندې کوو #ДеньКосмонавтики#ЮрийГагарин#Россия#Космос#Космонавтика#12апреля#Gagarin#SpaceDay