TGTGInsighttelegram intelligenceLIVE / telegram public index
← Посольство России в Афганистане / سفارت روسیه در افغانستان
Посольство России в Афганистане / سفارت روسیه در افغانستان avatar

TGINSIGHT POST

Post #3582

@rusembkabul

Посольство России в Афганистане / سفارت روسیه در افغانستان

Views212Post view count
PostedApr 1204/12/2026, 01:52 PM
Post content

Post content

د انسان د لومړي فضايي الوتنې د ۶۵مې کلیزې په مناسبت نن، د ۲۰۲۶ کال د اپرېل په ۱۲مه، د انسان د لومړي فضايي الوتنې له ورځې ۶۵ کاله پوره شول. د ۱۹۶۱ کال د اپرېل په ۱۲مه، یوري الکسیویچ ګاګارین د «وستوک» په فضايي بېړۍ کې د نړۍ لومړنۍ فضايي الوتنه ترسره کړه، چې ۱۰۸ دقیقې یې دوام وکړ او د سرنشینه فضايي الوتنو نوې دوره یې پیل کړه. نن ورځ روسیه د فضا د سپړنې په برخه کې د نوو لاسته راوړنو له لارې دغه تاریخي لړۍ ته دوام ورکوي. په ۲۰۲۶ کال کې «روسکوزموس» د «الېکترو-ايل ۵» هوا پېژندنیز سپوږمکۍ مدار ته واستوله، او همدارنګه یې د «پروګرس MS-33» بار وړونکې فضايي بېړۍ د نړیوال فضايي سټېشن پر لور واستوله. د پلېسېڅک له فضايي اډې څخه د «راسویټ» په نامه ۱۶ سپوږمکۍ په کميابۍ سره مدار ته پورته شوې. د روسیې د معاصرې فضايي څانګې لاسته راوړنې او د «روسکوزموس» فعالیت د هغو دودونو تسلسل ثابتوي چې د فضا لومړنیو مخکښانو بنسټ ایښی و. عکس د «روسکوزموس» د شرکت له آرشيف څخه اخيستل شوی. #денькосмонавтики2026#гагарин65#навсегдапервый