Содержимое
د روسیې د فضانوردۍ د ورځې لپاره د ۱۹۶۱م کال د اپريل په مياشت کی یوري الکسیویچ ګاګارین د انسان په تاریخ کې په لومړی سر کی خارجي فضا ته د «ختیځ-۱ (Vostok-1) پر فضايي بېړۍ سپور شو. دده الوتنه د ۱۰۸ دقیقو په ترڅ کی وه او یو ریښتینی پرمختګ وشو دغه لویه لاسته راوړنه د شوروي پوهانو او انجینیرانو د لوی کار له امله ممکنه شوه. شوروی اتحاد لومړی و چی نه یوازی یی خارجي فضا ته انسان ولیږه بلکې په ۱۹۵۷م کال کی یی لومړنۍ مصنوعي سپوږمۍ وتوغوله. د شوروي فضانوردۍ الهام ورکوونکی او د «ختیځ (Vostok) د فضايي بېړۍ عمومي جوړونکي سرګي پاولوویچ کورولوف په دغو کامیابیو کی لوی رول ولوباوه خارجي فضا ته لومړۍ الوتنی د ټول انسانيت لپاره نوی دوره - د نړۍ د زده کولو دوره پرانسته. دا د هغو نویو کشفیاتو او ټیکنالوژيو لپاره په ټوله نړۍ کی د ارزو لرونکو، انجنيرانو او پوهانو ټولو نسلونو ته الهام ورکړ چی مونږ لا هم ددوی څخه استفاده کوو د ۱۹۶۸م کال د نومبر په میاشت کی د نړيوال هوايي چلند د فدراسيون په عمومي کنفرانس کې تصميم ونيول شو چی د اپريل مياشتې ۱۲مه نیټه به د هوايي چلند او فضانوردۍ د نړيوالې ورځې په حیث وټاکل شی. او د ۲۰۱۱م کال د اپريل مياشتې په ۷مه نیټه کی د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په ځانګړې غونډه کې هغه پریکړه لیک ومنل شو چی د اپريل مياشتې ۱۲مه نیټه یی خارجي فضا ته د انسان د الوتنی نړیواله ورځ اعلان کړه #ДеньКосмонавтики#ЮрийГагарин#Россия#Космос#Космонавтика#12апреля#Gagarin#SpaceDay