Содержимое
د روسیې د فضانوردۍ د ورځې لپاره د یو.ا.ګاګارین الوتنه خارجي فضا ته د شوروي اتحاد د انسان وړونکو فضايي بیړیو په قطار کې لومړۍ وشوه ددوی مهمه برخه د «انټرکاسموس» (Intercosmos) پروګرام و چی د دوستانه هیوادونو د استازو لپاره یی خارجي فضا ته لاره پرانیستله د افغانستان له خوا د غزني ولايت اوسيدونکي عبدالاحد مهمند پکی ګډون وکړ. د ۱۹۸۸م کال د اګست میاشتې په ۲۹مه نیټه هغه د شوروي او افغان هیئت په ترکیب کی خارجي فضا ته د "سویوز ټي ایم-۶" (Soyuz TM-6) په شوروي فضايي بېړۍ سپور شو عبدالاحد مهمند د «میر» (Mir) د مدار په ستيشن کی ۹ ورځې تیری کړی چی د افغانستان د لومړي تفصیلي اتلس د جوړولو لپاره د افغانستان د خاورې د عکس کولو په شمول یی علمي تجربې ترسره کولی دده کار د افغانستان د نقشو د جوړونې، د جیولوژۍ او د کرنی مرسته وکړه په ۱۹۸۸م کال کی عبدالاحد مهمند ته د شوروي اتحاد د اتل او د افغانستان د ډیموکراتیک جمهوریت اتل لقبونه ورکړل شول #ДеньКосмонавтики#ЮрийГагарин#Россия#Космос#Космонавтика#12апреля#Gagarin#SpaceDay